د ایران ولسمشر وایي که امریکا وغواړي نو ایران تیار دی چې د اوباما د واکمنۍ پر مهال لاسلیک شوې اټومي هوکړې ته ور وګرځي. حسن روحاني په تازه څرګندونو کې ویلي دي ایران هیله لري چې د امریکا نوی حکومت تر هر څه وړاندې د ټرمپ ظالمانه کړنو ته د پای ټکی کېږدي. دده په خبره پر ایران د امریکا او ټرمپ د ادارې فشارونه له نړیوالو بشري قوانینو سره په ټکر کې دي نو له همدې امله دوی تمه لري چې د بایډن حکومت وکړی شي دغه فشارونه ختم کړي او اټومي هوکړې ته ور وګرځي. حسن روحاني ټینګار کړی چې که امریکا وغواړي نو تهران تیار دی چې بېرته خپلو ژمنو ته ور وګرځي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې له اټومي هوکړې ووت او تر هغه وروسته یې پر ایران سخت اقتصادي بندیزونه وضع کړل چې تر ننه پورې ادامه لري.
































