امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا له امله د ۲۴۰۰ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی دی. د راپورونو له مخې، دا په امریکا کې په تېرو شپږو میاشتو کې له کرونا ناروغۍ څخه د مړینې تر ټولو لوړ شمېر دی. دا پېښې په داسې حال کې ثبتېږي چې نن په امریکا کې د شکر ادا کولو ورځې لمانځلو لپاره کورنۍ سره را غونډېږي او مجلسونه جوړوي. د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن تېره شپه په یوه وینا کې له امریکایانو غوښتي و چې د همدې ورځې لمانځلو پر مهال دې له ډېر احتیاطه کار واخلي او روغتیایي سپارښتنې ځانګړې توګه ټولنیز واټن باید په جدي ډول مراعات کړي.
































