د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئیس شي جين پينګ د جون په ۸مې نېټې د ډیموکراتیکې کوریا په رودونګ شینمون رسنۍ کې « د چین او ډیموکراتیکې کوریا د دودیزو اړیکو نوې پاڼه» په سرلیک یوه مقاله خپره کړې ده.
شي جين پينګ به د روانې میاشتې په ۸مې او ۹مې نېټې له ډیموکراتیکې کوریا څخه رسمي لیدنه وکړي.
سږ کال د چین او ډیموکراتیکې کوریا ترمنځ د دوستانه دوستۍ تړون د لاسلیک له ۶۵مې کلیزې سره برابر دی.
شي جين پينګ په يادې مقالې کې د چین او ډیموکراتیکې کوریا ترمنځ دودیزه دوستي د دواړو لوریو د ګوندونو او خلکو ګډه شتمنۍ بللې ده.
نوموړي ويلي، که د نړۍ وضعيت هر څنګه بدلېږي، د دواړو هېوادونو دودیزه دوستي به روانه وي او دوامدار حیاتي ځواک به پیدا کوي.
شي جين پينګ ويلي، د چین او ډیموکراتیکې کوریا ترمنځ اړیکې په نوې زمانه کې له نویو پرمختیايي فرصتونو سره مخ دي او دواړو هېوادونو ته نوې دندې هم ورترغاړې دي.
په مقاله کې ويل شوي، چین به له ډیموکراتیکې کوریا سره په ستراتيژيک لید خپلمنځي اړیکې نورې هم ټینګې کړي.































