د کمبوډيا د چاپېريال وزير اېنګ سوپاليت د سمندر نړيوالې ورځې په درشل کې خبري رسنيو ته ويلي، چين د نړيوالو سمندري چارو په ماموريت او د سمندري چاپېريال په ساتلو کې مثبت رول لوبولی او پياوړی لارښوونکی توان يې ښودلی دی.
د جون ۸مه نېټه د سمندر له نړيوالې ورځې سره برابره ده.
ښاغلي اېنګ سوپاليت ويلي، د سمندر د سږنۍ نړيوالې ورځې عمده موضوع د انسانانو او سمندر ترمنځ نوې برابري ده او دا دغه پيغام ورکوي، چې انسانان بايد سمدستي د سمندري چاپېريال د ماموريت چلند له بېخ نه بدل کړي.
د نړۍ مختلف هېوادونه پر خپلو اغېزمنو اقداماتو د اقليمي بدلون، د سمندر د پلاستيکي ککړتيا، د بيولوژيکي تنوع د له منځه وړلو، بې حده کبنېونې او د ساحلي سيمو د ايکولوژيکي چاپېريال د وېجاړېدو په شمول له ګڼو ننګونو سره مخ دي او پر وړاندې يې د مقابلې هڅې کوي.
اېنګ سوپاليت خبريالانو ته ويلي، چين له تېرو څو کلونو راهيسې د سمندري چاپېريال په ساتلو کې د ليدو وړ لاسته راوړنې لري او په ځانګړې توګه، د اقتصادي پرمختګ او د چاپېريال ساتلو ترمنځ په برابرۍ کې يې پياوړی لارښوونکی توان ښودلی دی. د ده په خبره، چين د ساحلي سيمو د ايکولوژيکي چاپېريال د اعاده کولو، د سمندري ککړتياوو د ادارې، د سمندري ساتونکو سيمو د پراخوالي او د سمندري اقتصاد د پرمختګ په شمول ځينو چارو کې مهم لارښوونکی رول لوبولی دی.
نوموړي ويلي: ” چين د چاپېريال ساتنه د هېواد په پرمختيايي ستراتيژۍ کې شامله کړې او داسې نورو اقداماتو، د اوږدمهاله پلان د جوړولو، زرغون پرمختګ، نوښتي چارو، د پانګو راجلبولو په ګډون زياتو برخو کې یې د نړۍ نورو هېوادونو او په تېره بيا مخ پر ودې هېوادونو ته يې خورا ګټورې تجربې برابرې کړې دي.“
اېنګ سوپاليت د علمي نوښتونو په چارو کې د چين د ډېرو تدبيرونو لوړه قدرداني کړې او په خبرو کې یې د سارو په توګه د ايکولوژيکي سيسټم د ماموريت، د سمندري چاپېريال د څار، پر سمندر د طبيعي پېښو د وړاندوينې او د طبيعي ناورينونو د مخنيوي په شمول ډېرو برخو کې د مصنوعي ځيرکتيا او ډيجټلي ټکنالوژۍ د ګټو یادونه کړې ده.
د کمبوډيا حالاتو ته په کتو، په سمندر او ساحلي سيمو کې چاپېريال ساتنه د بيولوژيکي تنوع د خوندي کولو، د ځنګلونو د پوښښ کچې د لوړولو او د پلاستيکي ککړتياوو پر وړاندې له مقابلې سره نږدې تړاو لري.
چين اوس د منګروو (Mangrove) او سمندري واښو د ساتلو لپاره هڅې کوي، په اغېزناکو تدبيرونو پلاستيکي ککړتياوې کموي او د طبيعي قوانينو پر بنسټ د سمندري اقتصاد له پرمختيايي لايحې ملاتړ کوي.
د کمبوډيا د چاپېريال وزير اېنګ سوپاليت چين د خپل هېواد ډېر مهم رغنده همکار بللی او ويلي يې دي، هېواد يې او چين د سمندري چاپېريال د ساتلو او د سمندري چارو د دوامدار ماموريت په چارو کې ثابتې او مخ پر ودې همکاريزې اړيکې ساتلې دي. د ده په وينا، دواړو هېوادونو له تېرو څو هېوادونو راهيسې د دوه اړخيزو تړونونو، د تخنيکونو د تبادلوي ميکانيزم، ګډو علمي او څېړنيزو پروګرامونو او اړوندو سيمه ييزو ډګرونو په وسيله خپلمنځي همکارۍ پر له پسې پياوړې کړې دي.
نوموړي څرګنده کړې، کمبوډيا د سمندري چارو په ماموريت او د سمندري چاپېريال په ګډې ساتنې کې د چين مثبت رول ته خورا ارزښت ورکوي.
هغه په ټينګار ويلي، د سمندري چارو راتلونکی ماموريت بايد د څواړخيزم، ګډو دندو، نوښتونو او ګډو ګټو پر بنا ترسره شي او تمه يې ښودلې، چې هېواد یې له چين او نړيوالې ټولنې سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي او راتلونکو نسلونو ته به د پاک، روغ، ايکولوژيک پذيره او د دوامدارې کارونې وړ سمندر د پاتې کېدو لپاره ګډې هڅې وکړي.
































