د عامې روغتیا وزارت وړاندوینې ښيي چې د کرونا وبا پیل شوې دویمې څپې په لړ کې به د لومړنۍ هغې په پرتله څلور برابره ډېر خلک په دې ناروغۍ اخته شي. د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، تېر ځل د کرونا تر ټولو ډېرې خپرېدا پر مهال ۲۵ زره کسان پر کرونا وبا اخته شوي وو، خو په وینا یې دا ځل به دا شمېره ان سلو زرو کسانو ته ورسیږي. بل لور ته له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ولسمشر غني د روغتیا سکتور له مسوولینو او له طبي شورا سره په یوه ناسته کې د کرونا وبا له دویمې څپې سره د مبارزې او د دې وبا پر ننګونو خبرې کړې دي. اعلامیه زیاتوي د عامې روغتیا سرپرست وزیر جواد عثماني د کرونا ویروس د دویمې څپې د مدیریت لپاره د چمتووالي په اړه وویل، اوسمهال پر کرونا وبا د اخته کسانو لپاره ۲۰۷۱ بستره موجود دي او روغتونونه به لازیات تقویه شي. عامې روغتیا وزارت د کرونا د اوج په پړاو کې د دې ناروغۍ له کبله د شاوخوا شپږ زره کسانو د مړینې اټکل هم کړی، خو وايي د روغتیايي لارښونو په پام کې نیولو سره خلک کولی شي دا اټکلي شمېرې ټيټې کچې ته ورسوي.
































