قطر کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو غړي حفیظ منصور ویلي چې دوحه کې روانو خبرو کې پرمختګ شوی. نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، دواړه خواوې د خبرو پر کړنلاره سلا شوې دي او د ولسمشرۍ ماڼۍ مخالفت دا بهیر نشي درولی، ځکه چې، د ده په خبره، نړیوالې ټولنې په دې برخه کې هوکړه کړې ده. په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د دفتر سیاسي ویاند وایې دوي هیله مند دي چې د سولې خبرې اترې د امریکا د نوي حکومت په ملاتړ دوام پیدا کړي او په افغانستان کې۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسیږي.
































