د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ټاکنیز کالج د جو بایډن بریا اعلان کړي، نو دی چمتو دی چې له سپینې ماڼۍ ووځي. ټرمپ یوځل بیا د رایو اچولو پرمهال د درغلیو په اړه خپلې ادعاوې تکرار کړې دي، چې هېڅ اساس نه لري. په پام کې ده چې ټاکنیز کالج به د ډیسمبر په ۱۴مه په ولسمشرۍ ټاکنو کې ګټونکی اعلان کړي. ټرمپ ویلي، که ټاکنیز کالج د جو بایډن بریا کره کړي، نو دی به له سپینې ماڼۍ ووځي. نوموړي دا هم ویلي چې ګرانه ده په اوسني وضعیت کې د بایډن لپاره دی خپله ماتې ومني. ټرمپ ټینګار کړی چې دغه ټاکنې د درغلیو شاهدې وې، خو ددې ادعا د ثبوت لپاره یې هېڅ کوم څرګند دلیل لا نه دی وړاندې کړی. په پام کې ده چې د امریکا منتخب ولسمشر به د راتلونکې جنورۍ پر ۲۰مه لوړه وکړي.
































