د جرمني د پوځ یوې چارواکې ایوا هوګل له افغانستان د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د پلان پر وړاندې خبرداری ورکړ. دا په تېرو نږدې ۱۰ ورځو کې دویم جرمنی چارواکی دی چې له دې پلان سره مخالفت کوي. د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې اغلې هوګل ویلي، څه چې په کار نه دي په بېړه د ځواکونو ایستل دي. دې زیاته کړه، مهمه دا ده چې د ځواکونو د ایستلو هر راز پروګرام غږ مله شي. د جرمني دغې پوځي چارواکې همدا راز ویلي، په کار ده چې د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن لومړیتوب دا وي لکه څنګه چې د ناټو له نورو غړو سره یوځای افغانستان ته تللي؛ له هغو سره یوځای راووځي. د راپور له مخې، اوسمهال جرمني په افغانستان کې نژدې ۱۲۵۰ پوځیان لري. دا ځواکونه د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونه روزي.
































