د ترکیې یوې محکمې د پېلوټانو او قوماندانانو په ګډون د پوځ ۳۳۷ غړي په عمري قید محکوم کړل. محکمې دا کسان د ۲۰۱۶ میلادي کال په جولای کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ضد په خونړۍ کودتا کې په لاس لرلو مجرم وپېژندل. دا محاکمه په ۲۰۱۷ میلادي کال پیل شوې وه او تر ډېره یې د هغو پوځیانو دوسیې وڅېړلې چې د انقرې په اکینچي هوايي اډه کې دېره وو. ترک چارواکي دا اډه د کودتا اصلي سرچینه ګڼي. د دوی د محاکمې پر مهال په محکمه او پلازمېنه انقره کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
































