د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمد قریشي له حنیف اتمر سره په ليدنه کې يو ځل بيا ژمنه کړې، چې په افغان سولې پروسه کې د اسانتيا برابرولو رول ته ادامه ورکوي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د اسلامي همکاريو سازمان دوه ورځني کنفرانس په څنډه کې له حنيف اتمر سره ليدلي دي. دغه کنفرانس نن پيلېږي او ټاکل شوې ده، چې دوه ورځې به دوام وکړي. سرچينې زياته کړې، ددې ليدنې پر مهال دواړو لورو پر سولې پروسې او د دواړو هېوادونو د اړيکو پرلا پياوړتيا خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې راغلي، قريشي په باميان ولايت او نورو سيمو کې د وروستيو ترهګريزو پېښو باندې خواشيني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان هر ډول ترهګري غندي. هغه د يوه داسې تاوتريخوالي پر کمولو ټينګار کړی، چې بالاخره هر اړخيز اوربند باندې تمام شي.
































