د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه غواړي چې امریکایي سرتیري په هغو سیمو کې پاتې شي چې شتون یې د امریکا لپاره ګټه نه لري. پومپيو له فاکس نیوز ټلویزیون سره له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه ویلي، چې د امریکا د امنیت تامین د دې هېواد د عسکرو په شمېر پورې اړه نه لري او امریکايي ځواکونه د دې هېواد پر وړاندې هر ګواښ ته ځواب ویلی شي. نوموړي ویلي، چې د دوحې تړون څخه وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په وړاندې ګواښونه د پام وړ کم شوي دي؛ خو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لاهم لوړه ده.
































