ایراني چارواکو هم په رسمي توګه پلازمینه تهران کې د ایران د اټومي انرژۍ د یو ساینسپوه د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د ایران د دفاع وزارت ویلي چې دغه ساینسپوه محسن فخریزاده نومیږي او پر موټر باندې یې د نامعلومه وسله والو لخوا ډزې شوې دي. فخریزاده له برید وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده. د ایران حکومت د فخریزاده په وژل کېدو کې د اسرائيلو لاس درلودلو ادعا کړې ده. همداراز د ایران دولتي ټلویزون هم د هغه د مړینې د خبر خپرولو پر مهال دغه برید کې د اسرائيلو لاس لرلو ادعا کړې ده او ویلي یې دي چې اسرائيل له کلونو راهیسې له فخریزاده سره دښمني درلوده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ددغې پېښې په اړه ویلي چې ډیرې قوي نښې لیدلی کیږي چې دغه پېښه دې ګواکې اسرائيلو کړې وي. تر اوسه د اسراییل حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
































