د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي ددوی معلومات ښيي چې ددغه هېواد نیمایي نفوس او ملکي وګړي په داسې سیمو کې ژوند کوي چې د جګړو او نښتو تر مستقیم اغېز لاندې دي. نړیوال سره صلیب ویلي چې شاوخوا ۱۷ میلیونه ملکي وګړي دمګړی په افغانستان په یوه ډول نه یو ډول د جګړو له امله په اغېزمنو سیمو کې اوسي. سور صلیب داسې مهال افغانستان د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړی ځای بولي چې تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې روانې جګړې د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړی بللی دی. څو ورځې وړاندې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالو بنسټونو هم ویلي وو چې افغانستان د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد دی. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې عام افغانان، نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه په افغانستان کې له ښکېلو لورو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوي، خو د سولې له خبرو سره هممهاله هم جګړې نه دي کمې شوې.
































