د امازون کمپنۍ خپلو کارکوونکو ته ۵۰۰ میلیونه ډالر انعام ورکوي. دا کار له هغه وروسته کیږي چې د شرکت په وینا د کرونا وبا پرمهال د دوی سوداګرۍ وده کړې. درې سوه میلیونه به هغو کارکوونکو ته ورکول کیږي چې ټوله ورځ کار کوي او پاتې برخه به یې پر هغو کارکوونکو وویشل شي چې نیمه ورځ کار کوي. ټولټال څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالر به د ډسمبر له لومړۍ تر ۳۱ د کرېسمس پرمهال کارګرانو ته ورکړل شي. د امازون مشر او د نړۍ تر ټولو شتمن کس جېف بېزس د کرونا وبا پرمهال د خپلو کارکوونکو هڅې ستایلې دي.
































