په افغانستان او عراق کې د وضعیت د کنټرول لپاره د امریکا سترې نظامي بېړۍ فارس خلیج ته رسېدلې دي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا یوه ستره بېړۍ چې د الوتکو د لېږد وړتیا لري او دغه راز له دې سترې بېړۍ سره یوه ډله وړې جنګي بېړۍ هم منځني ختیځ ته نږدې په اوبو کې ځای پر ځای کېږي. امریکایي رسنۍ وايي د دغه سترو بېړیو د ځای پر ځای کولو ستره موخه دا ده چې له افغانستان او عراق د سرتېرو تر ایستلو وروسته باید وضعیت کنټرول کړي. دغه بېړۍ لسګونه جنګي الوتکې لېږدوي، د سیمې د څار وړتیا لري او ددې احتمال هم شته چې د امریکا دغه پرېکړه د ایران له سخت غبرګون سره مخ شي. تر دې څو ورځې وړاندې امریکا منځني ختيځ ته خپلې څو بې دوه پنځوس جنګي الوتکې هم لېږلې دي.
































