سه شنبه, جون 9, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    د جهادي اثارو د ساتنې قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کرکټ؛ هند په ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

  • سیمه
    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

  • نړۍ
    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    رویټرز: ایران او امریکا د اوربند د غځولو او اټومي خبرو پر پیل سلا مشورې کوي

    سېف د چلډرن: ۱۵۳ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي

  • اقتصاد

    د پنجشېر له باغونو ۱۳۰ ټنه د ګیلاسو حاصلات راټول شوي

    ازبکستان: د افغان -ټرانس دهلېز د امکان سنجۍ چارې چټکې شوي

    چینايي شرکتونه؛ د برېښنا تجهیزاتو او تخنیکي روزنو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

    ترکمنستان؛ د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

    هلمند کې د پنبې دانې د غوړیو تولید پراخ شوی دی

    له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې

    ازبکستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې را لېږلې دي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

د افغانستان-ایران اړیکې او د «اوبو سیاست»

حکمت الله ځلاند

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 29, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0 0
0
د افغانستان-ایران اړیکې او د «اوبو سیاست»
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لومړۍ برخه:

لنډیز

د افغانستان اوبه په پنځو حوزو وېشل شوې، چې څلور هغه يې فرامرزي يا له نورو هېوادونو سره ګډې حوزې دي. افغانستان تر اوسه يوازې د هلمند سيند په حوزه کې له ايران سره د ۱۹۷۳ کال د اوبو د وېش تړون لري، چې له بده مرغه د دغه تړون شتون هم له ايران سره د اوبو د وېش شخړه په بشپړ ډول نه ده هواره کړې او له کبله يې دغه هېواد وخت ناوخت پر افغانستان بېلابېل فشارونه واردوي. له همدې کبله له ايران سره د ګډو اوبو اړوند ستونزو د هواري جدي اړتيا ليدل کېږي.

 افغانستان د اوبو د کابو ټولو ګډو حوزو په پاسنۍ برخه کې پروت دی، چې له کبله يې د لاندې برخې هېوادونه د دغو اوبو په تړاو خپلې اندېښنې لري؛ دا چې له ایران سره پر ګډو اوبو شته ستونزو څه اغېزې لرلې؟ د ایران اندېښنې څه دي او دا اندېښنې څومره پر ځای دي؟ هغه پوښتنې دي چې په دې مقاله کې يې د ځوابولو هڅه شوې ده.

د دغو پوښتنو د ځوابولو لپاره له شته اسنادو او باوري څېړنو او دغه راز ځينو مرکو څخه کار اخيستل شوی. په ټوليز ډول، دا څېړنه ښيي چې له ایران سره د اوبو د ستونزو يو مهم لامل شته بې‌باورۍ، کمزورې همغږي او د ګډو اوبو د کچې په اړه د کره او دقيقو موادو او معلوماتو نشتون دی او له همدې کبله په ځينو مواردو کې د ایران اندېښنې هم تر ډېره پر ځای نه دي؛ خو بيا هم له ایران سره د ګډو اوبو اړوند شخړو شتون د اوبو پر سکټور خورا منفي اغېزې لرلې او په ځانګړې توګه په دې سکټور کې د نړيوالو ډونرانو د پانګونو مخه يې ډب کړې ده.

کیلي: د افغانستان اوبه، د هلمند د اوبو تړون، ګډې اوبه، د اوبو سیاست، د اوبو امنیت او افغان-ایران اړیکې

پېژندنه

له نورو هېوادونو سره د شريکو اوبو په برخه کې تر ټولو ډېرې ستونزې هم په تېر کې او هم اوسمهال، له ايران سره د افغانستان د تر ټولو اوږده او ستر سيند (هلمند) د اوبو په تړاو دي او له همدې کبله د اوبو يوازینی تړون هم له دغه هېواد سره د هلمند د اوبو د وېش په اړه لاسليک شوی دی. له بده مرغه د دغه تړون شتون هم دا ستونزې په بشپړ ډول له منځه نه دي وړې. له ايران سره د اوبو د وېش د ستونزې ژورتيا ته په کتو سره، دا موضوع د نورو حوزو په پرتله يو څه ژورې کتنې او څېړنې ته اړتيا لري، څو د دواړو هېوادونو تر منځ د اوبو په تړاو د شخړو اساسي لاملونه روښانه او حل‌لارې ورته وړاندې شي.

د هلمند د سيند تر څنګ د هريرود- مرغاب حوزه هم له ايران سره ګډه حوزه ده، چې په اړه يې تر اوسه کوم تړون هم نه دی لاسليک شوی. هريرود سيند د هېواد په لوېديځ کې ايران ته له داخلېدو مخکې له هغه هېواد سره د افغانستان پوله جوړوي او د افغانستان له خاورې له وتلو وروسته لومړی ايران او بيا ترکمنستان ته بهېږي؛ خو مرغاب سيند بيا نېغ په نېغه له افغانستانه د ترکمنستان قرقوم دښتې ته بهېږي او افغانستان له دغه سيند څخه ډېره لږه استفاده کوي؛ له همدې کبله د ګډو اوبو په تړاو د بحثونو ډېره لږه برخه هم جوړوي.

د ۲۰۱۶ کال په جنوري کې ايران ته د افغانستان د وخت د اجرايه ریيس ډاکتر عبدالله عبدالله د سفر پر مهال له ايراني چارواکو سره هوکړه وشوه، چې د هريرود سيند د اوبو د وضعيت او وړتيا په تړاو د څېړنو لپاره به ګډه کارډله جوړوي، څو د نړيوالو قوانينو له مخې له دغو اوبو عادلانه کار اخيستنې ته لاره هواره شي. همدا راز د هلمند سيند د اوبو په اړه د ۱۹۷۳ کال تړون د هر اړخيز پلي کېدو او په دې تړاو د اړوندو مسوولينو پر منظمو ناستو هوکړه وشوه، خو تر اوسه په دې تړاو عملي اقدام نه دی شوی. د هريرود سيند د راتلونکي وضعيت په تړاو مشخصې وړاندوينې نشته؛ خو په هرات ولايت او د ايران په اړخ کې د اوبو تقاضا مخ په زياتېدو ده، کوم څه چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اوبو پر اړيکو د پام ‌وړ اغېزې ښندي. ترڅنګ يې په وروستيو کلونو کې پر دغه سيند د هند له‌ لوري جوړ شوي سلما بند د پروژې بشپړېدو هم د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو اوبو موضوع لا ډېره توده کړه.

د مقالې جوړښت او مېتودولوژي

دغه مقاله پر پنځو برخو وېشل شوې ده. په لومړۍ برخه کې د افغانستان د اوبو حوزې په تېره بیا د هلمند سیند او د هریرود- مرغاب حوزې او دا چې د اوبو امنیت ولې د افغانستان لپاره مهم دی، په لنډکي توګه بیان شوې. په دویمه برخه کې له ایران سره د اوبو شخړې مخینه بیان شوې. په درېیمه برخه کې د ایران اندېښنې په نښه شوې. په څلورمه برخه کې بیا پر دوو اړخیزو اړیکو د اوبو سیاست اغېزه ښوول شوې او په پنځمه یا وروستۍ برخه کې پایله او د پالیسۍ جوړونې په تړاو ځینې سپارښتنې ورکړل شوې دي.

دغه مقاله د ځینو شته اسنادو، د تحقیقاتي مراکزو د څېړنو د پایلو او د څېړونکي د مرکو په رڼا کې لیکل شوې، چې حوالې یې په لمن لیکونو کې ښودل شوې دي.

لومړۍ برخه؛ د افغانستان د اوبو حوزې

افغانستان د اوبو پنځه سترې حوزې او ۳۶ فرعي حوزې (مرستندوی سيندونه) لري. پنځه سترې حوزې يې آمو سیند، هریرود- مرغاب سیند، هلمند سیند، کابل سیند او د کابل په شمال کې بهېدونکي سیندونه دي، چې د شمال حوزه هم بلل کېږي.

دا چې زموږ د مقالې موضوع یوازې تر ایرانه محدوده ده، نو ځکه به په لنډه توګه دلته د هلمند سیند، د هریرود-مرغاب سیند پېژندنه وړاندې کړو او ورپسې به جوخت دا هم بحث کړو، چې د اوبو امنیت د افغانستان لپاره ولې ارزښتناک دی؟

د هلمند سيند حوزه

هلمند سيند د افغانستان ستر او اوږد سيند دی، چې اوږدوالی يې ۱۱۵۰ کيلومترو ته رسېږي او د افغانستان په سوېل- لوېديځ کې بهېږي. د افغانستان د اوبو د ټولو حوزو ۴۱ سلنه سيمه په دې حوزه کې راځي، د هېواد ۳۱ سلنه کرنيزه ځمکه او ۲۸ سلنه نفوس تر پوښښ لاندې لري او د افغانستان د اوبو د ټولو سرچينو ۱۰ سلنه برخه جوړوي. د اوبو اخيستلو ټوله ساحه يې ۲۶۲۳۴۱ کيلومتره مربع ته رسېږي او په تخميني ډول هر کال ۹.۳۰ میليارد متر مکعب اوبه پکې بهېږي، چې په پراخه کچه د اوبو لګونې او برېښنا د توليد وړتيا لري.

د هلمند سيند د کابل په لوېديځ کې د بابا غرونو د سوېلي برخې له شېلو څخه په ۴۴۰۰ متره لوړوالي سرچينه اخلي او له ختيځ څخه د لوېديځ په لور بهېږي. د ميدان وردګو ولايت له لوېديځې پولې څخه له تېرېدو وروسته د باميانو او اروزګان سوېلي برخو ته ننوځي. د دغه سيند يوه شېله له اونۍ درې څخه د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې راوتلې ده. د کجکي بند له تېرېدو وروسته نور هم پراخېږي او د برېښنا د توليد لپاره د اوبو د بندونو د جوړېدو مناسبې سيمې لري. په کمال خان سيمه کې د شمال لور ته مسير بدلوي او افغانستان- ايران پولې ته رسېږي. د پولې په اوږدو کې په دوو برخو وېشل کېږي. د سيستان شاخه يې کيڼ لوري ته ځي او ايران ته ننوځي او د نادعلي شاخه يې ښي لوري ته اوړي او له ايران سره لوېديځه پوله جوړوي.

ارغنداب سيند يې تر ټولو مهم مرستيال سيند دی. نور مرستيال سيندونه يې هم ترنک، ادرسکن، ارغستان، فراه رود، خاشرود، سيستان- هلمند، سردې او غزني سيندونه دي چې په ټول سوېل- لوېديځ کې شاوخوا ۱۴۰ زره کيلومتره سيمې خړوبوي. د هلمند سيند په افغانستان او ايران کې پراخې ځمکې خړوبوي، چې په افغانستان کې يې ۹۷ سلنه اوبه په کرنيز سکټور کې او په ايران کې يې ۸۰ سلنه په کرنيز سکټور کې لګول کېږي.

د هريرود- مرغاب سيند حوزه

د هريرود- مرغاب حوزې دوه اساسي سيندونه هريرود او مرغاب سيندونه دي. دا سيند د بابا غرونو له لوېديځو څنډو سرچينه اخلي او له افغانستانه له وتلو وروسته ايران او بيا ترکمنستان ته بهېږي. دا سيند ختيځ لوري ته بهېږي او له هرات وروسته لومړی شمال- لوېديځ او بيا شمال لوري ته تاوېږي. له اسلام‌قلعې څخه تر دهنه ذوالفقار پورې د افغانستان او ايران تر منځ د پولې شمالي برخه جوړوي او وروسته بيا تر سورخس پورې د ايران او ترکمنستان تر منځ د پولې سوېل ختيځه برخه جوړوي او په پای کې د ترکمنستان په قرقوم دښته کې پای ته رسېږي. په هرات کې سلما بند او دغه راز د ايران- ترکمنستان د دوستۍ بندونه پر همدغه سيند جوړ شوي دي.

مرغاب سيند که څه هم د تيربند ترکستان غرونو له لوېديځو څنډو او د سپين غره له شمالي څنډو سرچينه اخلي او تر ډېره شمال لوري ته بهېږي؛ خو له هريرود سيند سره یو ځای دواړه سيندونه د ترکمنستان د قرقروم دښتې قاسس سيمه کې ماري او تېجېن د اوبو لګونې کانالونو ته تويېږي.

په هريرود- مرغاب حوزه کې هر کال شاوخوا ۳.۰۶ میليارد متر مکعب اوبه بهېږي او د اوبو اخيستلو ساحه يې ۷۷۶۰۴ کيلومتر مربع ته رسېږي. دا سيند د افغانستان د اوبو د ټولو حوزو ۱۲ سلنه، د هېواد د ټول نفوس ۸ سلنه او د ټولې کرنيزې ځمکې ۱۱ سلنه برخه تر پوښښ لاندې لري.

دوام لري…

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • JeetCity Casino: Traditional Games for Big Stakes
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • With Casino Ozwin Casino and Win Big!
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In