د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي د تېر په پرتله د افغانستان او پاکستان اړیکې خورا ښې شوې دي. عمران خان پاکستاني رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې دوی د افغانستان د سولې په روانه پروسه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. دده په خبره ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د پاکستان په هڅو په افغانستان کې د سولې خبرې پيل شوې او دا دي اوس د بین الافغاني خبرو تر مرحلې رسېدلې دي. هغه یو ځل بیا له افغانستان سره د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار کړی دی او وایي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېر په پرتله اړیکې خورا ښې دي او د لا ښه والي لپاره یې هڅې روانې دي. عمران خان په دې وروستیو کې کابل ته راغلی و او دلته یې هم له ولسمشر غني سره په ګډه خبري غونډه کې د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی و.
































