دوشنبه, جون 8, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    د جهادي اثارو د ساتنې قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کرکټ؛ هند په ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

  • سیمه
    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

  • نړۍ
    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    رویټرز: ایران او امریکا د اوربند د غځولو او اټومي خبرو پر پیل سلا مشورې کوي

    سېف د چلډرن: ۱۵۳ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي

  • اقتصاد

    د پنجشېر له باغونو ۱۳۰ ټنه د ګیلاسو حاصلات راټول شوي

    ازبکستان: د افغان -ټرانس دهلېز د امکان سنجۍ چارې چټکې شوي

    چینايي شرکتونه؛ د برېښنا تجهیزاتو او تخنیکي روزنو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

    ترکمنستان؛ د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

    هلمند کې د پنبې دانې د غوړیو تولید پراخ شوی دی

    له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې

    ازبکستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې را لېږلې دي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

ایا یوویشتمه پېړۍ به د چین وي؟  (مناظره)

 ژباړه او لنډیز: احمد بلال خلیل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 29, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0 0
0
ایا یوویشتمه پېړۍ به د چین وي؟  (مناظره)
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لومړۍ برخه:

لنډیز

د کاناډا «مونک مناظرې» د نړۍ پېژندل شوې څېرې راغواړي او په بېلابېلو فکري او ستراتيژيکي بحثونو کې ورسره مناظرې کوي. یوه له دغو مناظرو څخه دا هم وه چې ايا یوویشتمه پېړۍ به یوه چینايي پېړۍ وي؟ دا مناظره د وتلي امریکايي ریالیست تیورېسن هینري کېسنجر، نیوکلاسیکل ریالیست فرید زکریا، چینايي اقتصاد پوه ډيویډ لي او د نړۍ وتلي سیاسي- اقتصادي مورخ نیال فرګوسن تر منځ وشوه. هینري کېسنجر او فرید زکریا تر ډېره پر دې اند وو، چې چین به په یوویشتمه پېړۍ کې مهم زبرځواک وي؛ خو دوی نه شي کولای چې د یوویشتمې پېړۍ مشري وکړي. په بل اړخ کې، ډيویډ لي او نیال فرګوسن نه یوازې دا چې چین یو زبرځواک ګڼي، بلکې روانه پېړۍ هم یوه چینايي پېړۍ بولي. دا چې په نړیواله او سیمه‌ییزه کچه بدلونونه روان دي او دا تر ډېره د چینايي فکټور له کبله انګېرل کېږي، د ستراتيژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د تحلیل ژورنال هم وغوښتل چې د دې مناظرې ژباړه او لنډيز له خپلو لوستونکو سره شریک کړي. هغه هم په داسې مهال چې چین زموږ ګاونډی او په افغانستان کې یې ښکېلتیا ورځ تر بلې زیاتېږي او په نړیواله کچه د افغانستان دا ستراتيژيک ملګری او ګاونډی د افغانستان له دوو  نورو ستراتيژيکو ملګرو د امریکا متحده ایالات او هند سره سیالي لري.

کیلي: چین، امریکا، یوویشتمه پېړۍ او نړیوال نظم.

روډیارډ ګریفیتس: ښاغلو او آغلو ښه راغلاست! موږ د چین په تړاو د «مونک بحث» لپاره راغونډ شوي یو. زما نوم روډیارډ ګریفیتس دی، زه له «پاټریک لوسیاني» سره په ګډه د مونک بحثونو چمتوکوونکی یم. دا زما لپاره د ډېر ویاړ ځای دی چې یو ځل بیا د بحث چلوونکی یم.

لومړی د ټولو هغو زرګونو خلکو هرکلی کوم چې دغه بحث په ژوندۍ بڼه او په انټرنېټ کې د globeandmail.com  او munkdebates.com   وېب‌پاڼو له لارو ویني. دا د ډېرې خوشالی ځای دی چې تاسو ټول له موږ سره یوځای د دغه بحث ګډونوال یاست. دغه راز د ټولو هغو خلکو هم هرکلی کوم چې د دې بحث لیدونکي، اورېدونکي او یا هم لوستونکي دي؛ په تېره بیا د اسټرالیا د نشراتو شرکت؛ په امریکا کې  C-SPAN ، په چین کې د پيپلز ډیلي انلاین او په لندن کې فاینینشل ټایمز او د دې ورځپاڼې اړونده د چین څېړنیزه برخه.

د نن بحث به تر ډېره د دې پوښتنې پر ځوابولو وي، چې ایا یوویشتمه پېړۍ به یوه چینايي پېړۍ وي؟ راځئ د خپلو مناظره کوونکو تود هرکلی وکړو. د پوښتنې مثبت ځواب ورکوونکي نیال فرګوسن او ډيویډ لي او منفي ځواب ورکوونکي فرید زکریا او هینري کېسنجر دي.

نیال فرګوسن د ځینو زیات پلورل شوو کتابونو لیکوال دی، او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې لکه هاروارډ پوهنتون، اکسفورډ  پوهنتون او لندن سکول آف اکنامکس کې یې استادي کړې ده.

زموږ دویم مناظره کوونکی ډیویډ لي د چین له بیجینګ سره تړاو لري. ده له هاروارډ پوهنتون څخه خپله دوکتورا تر لاسه کړې او اوس د چین په مرکزي بانک کې د مالي پالیسۍ د مشورتي بورډ غړی او د چین په پوهنتونونو کې استاد پاتې شوی دی.

درېیم بحث کوونکی فرید زکریا دی. دی د سي این این د یو مشهور پروګرام کوربه او د ټایم مجلې او واشنګټن پوست ورځپاڼې اېډېتر دی.

زموږ وروستی بحث کوونکي په نړیوالو چارو کې تقریباً نیمه پېړۍ محوري رول لوبولی او د سولې نوبل جایزه یې هم تر لاسه کړې ده. ډاکټر کېسنجر او دی د امریکا ۵۶م د بهرنیو چارو وزیر هم پاتې شوی دی.

لومړی به نیال فرګوسن ته نوبت ورکړو چې خپله لنډه وینا موږ ته واوروي.

نیال فرګوسن: مننه روډیارډ او مننه ښاغلو او آغلو. زه باوري یم چې یوویشتمه پېړۍ به یوه چینايي پېړۍ وي؛ ځکه په تېر کې ډېری پېړۍ هم له چین سره تړل شوې وې. خو نولسمه او شلمه پېړۍ بیا له دې حساب څخه مستثنا دي. له وروستیو شلو پېړیو څخه په اتلسو پېړیو کې چین د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد درلود.

اجازه راکړئ چې ځینې ډیموګرافیکي او اقتصادي احصایې وړاندې کړم؛ چین د یوه هېواد پر ځای تر ډېره یوه لویه وچه ده. د نړۍ پنځمه برخه وګړي په چین کې اوسېږي. چین په مساحت کې له کاناډا څخه څو ځله لوی دی. که چیرې د اروپا په څېر ترتیب/تنظیم شي، نو دا به تقریباً پر (۹۰) ملي حکومتونو ووېشل شي. اوسمهال د چین یوولس ښارونه تقریباً له شپږو میلیونو څخه زیات وګړي لري؛ خو په اروپا کې بیا یوازې یو ښار داسې دی چې هلته له شپږو میلیونو څخه زیات وګړي مېشت دي او هغه هم لندن دی. دغه راز په اروپايي ټولنه کې څه داسې یوولس هېوادونه هم شته دي، چې نفوس یې له شپږو میلیونو څخه کم دی. په تېرو دریو لسیزو کې د چین اقتصادي وده په کلني ډول تقریباً لس سلنه زیاته شوې او د آی ایم ایف په وینا، چین به په راتلونکو څو کلونو کې د نړۍ تر ټولو ستر اقتصادي ځواک وي. چین اوسمهال د (منوفکچرینګ) او د موټرونو د مارکېټ په برخو کې نه یوازې له امریکا مخکې دی، بلکې په نړیواله کچه هم لومړی مقام لري. په چین کې به د موټرونو تقاضا په راتلونکو کلونو کې تقریباً لس سلنه زیاته شي او تر ۲۰۳۵ کال پورې به چین د نړیوالې انرژۍ پنځمه برخه لګوي/مصرفوي. د چین به پخوا بهرنیو پانګونو ته سترګې وې؛ خو اوس چین د ۳ ټریلیونو ډالرو د ریزرف او تقریباً د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو سورن فنډ درلودلو سره پر یو پانګوال بدل شوی دی.

له دې ورهاخوا، تر ټولو اغېزمنه دا ده چې د نوښت او زده کړې په برخو کې هم چین د نړۍ سرلارو ته ورنږدې کېږي. نږدې ده چین د ډېرو پيټینګ ورکولو سره جرمني شاته کړي. یوه سروې ښيي چې د پنځلسو کلونو زده کړیالانو د ریاضي په یو امتحان کې د شانګهای محصلینو تر ټولو زیاتې نومرې تر لاسه کړې وې چې دا ۶۰۰ نومرې وې. امریکا تقریباً په پنځه ویشتم نمبر و او نومرې یې ۴۸۷ وې. ستاسو د حیرانتیا لپاره د کاناډا نومرې ۵۲۷ وې. که څه هم دا نومرې له امریکا لوړې دي، خو بیا هم ډېرې ښې نه دي.

ښاغلو او آغلو! دا زما لپاره اسانه نه ده چې له خپل سیال مناظره کوونکي (هینري کېسنجر) د ژوندلیکونکي په توګه ورسره مناظره وکړم. دا داسې ده لکه جیمز بوسویل چې له ډاکټر جانسن سره مناظره کوي. نو هغه څه چې زه یې سپارښتنه کوم؛ هغه دا چې ډاکټر کېسنجر او شاید فرید زکریا هم د مناظرې په غلط اړخ کې ناست دي. اجازه راکړئ چې د چین په تړاو د ډاکټر کېسنجر له زبردست کتاب څخه یو اقتباس تاسو ته وړاندې کړم. دی لیکي: «د چین دا هڅه چې له امریکا سره په برابرۍ په مشارکت کې دننه شي؛ دا تر ډېره د چین په اقتصادي او مالیاتي وړتیاوو کې نغښتلې ده» او یا هم د فرید زکریا له زبردست کتاب «له امریکا وروسته نړۍ» څخه یو اقتباس تاسو ته وړاندې کړم. فرید زکریا لیکي: «چین یو داسې هېواد دی، چې تله یې له امریکا څخه درنه ده او چین د بریاوو لپاره تږی دی.»

دا د ډېرې لېوالتیا ځای دی چې دا دوه ستر جیوپولیتیکي مفکرین له دې سره همغږي دي، چې د چین اقتصادي ننګونه به د امریکا د هژموني (زبرځواکۍ) لپاره هم ننګونه وي. یو ځل بیا غواړم چې ډاکټر کېسنجر اقتباس کړم. دی لیکي: «په آسیا کې د امریکا لخوا د یوې داسې پروژې عیارول چې موخه یې د چین ایسارول او یا هم د یوې ایډیالوژيکي صلیبي جګړې په موخه د چین پر وړاندې د ډیموکراتیکي هېوادونو د یو بلاک رامنځ ته کول به تر ډېره ناممکنه وي، څو دغه هڅې بریالۍ شي». دی هیله من دی، لکه څنګه یې چې په خپل کتاب کې بیانوي، د یوې سوله ییزې همزیستۍ لپاره. خو ترڅنګ یې دی د جرمني د هغه عروج له تکرار څخه چې سل کاله وړاندې یې انګلستان وننګاوه، هم وېره لري.

خو زما په اند، دا یوازې د چین له کبله نه ده. په یوویشتمه پېړۍ کې د چین د تسلط کیلي د لوېدیځ پر زوال هم منحصره ده. یو مالیاتي بحران چې د ډېرو پورونو اخیستلو او د (سبسيډي) قمار له کبله رامنځ ته شوی و؛ یو بودیجوي بحران چې د امریکا لپاره دا مانا لري، چې اوس به له خپلې دفاع څخه زیات د پورونو د ورکړې پر سود پیسې مصرفوي؛ سیاسي بحران چې د روسانو له کبله رامنځ ته شوی دی او یو اخلاقي بحران چې اوس یې د امریکا ټولنه په خپله ولکه کې نیولې ده.

یوویشتمه پېړۍ به د یوې زیاتې وزن لرونکې، زیاتې پراخېدونکې، زیاتې ګټه اخیستونکې امریکا له کبله یوه چینايي پېړۍ وي؛ هېره دې نه وي چې دلته موږ د یوې ناچلې اروپا یادونه نه کوو.

څلور لسیزې وړاندې تر ټولو دمخه د امریکا ولسمشر ریچارډ نکسن دغه ټکی ښه درک کړی و. دی وايي: «تاسو تم شئ او لږ فکر وکړئ چې یو څوک د حکومتولۍ له یو غوره سیستم سره پر چین کنترول پيدا کړي. آه زما خدایه! په ټوله نړۍ کې به داسې هېڅ ځواک هم نه وي، چې د دوی مخه ونیسي… زما موخه دا ده چې که تاسو ۸۰۰ میلیونه چینایان تر یو غوره سیستم لاندې کار ته سوق کړی، نو هغوی به پر نړۍ واکمني وکړي.»

دوام لري…

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • JeetCity Casino: Traditional Games for Big Stakes
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • With Casino Ozwin Casino and Win Big!
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In