افغانستان د اسلامي همکاریو د سازمان د بشري حقونو د کمیسیون غړیتوب خپل کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د یاد سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په کنفرانس کې د یوې رایې اچونې په ترڅ کې له افغانستان اصیلا وردګ بریالۍ شوې چې ددغه سازمان د بشري حقونو د کمیسیون د کمېشنرې په توګه وګومارل شي. هغه به تر ۲۰۲۵ز کال پورې ددغه نړیوال سازمان د بشري حقونو د کمیسیون غړیتوب ولري. د بهرنیو چارو وزارت په یاد کمېسیون کې د اصیلا وردګ ګومارل کېدل ستره لاس ته راوړنه بللې ده او په خبره یې په دې حساسو شرایطو کې په دې مهم سازمان کې د افغانستان حضور به دلته د بشري حقونو د وضعیت په ښه کېدو کې خورا مهم وي.
































