دفاع وزارت ویلي چې نن سهار د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په قلعه جوز سیمه کې موټربم برید د ملي اردو لس سرتېري وژلي او اووه نور یې ټپیان کړي دي. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یوه ځانمرګي کس په یاده سیمه کې د ملي اردو مرکز ته نږدې خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې ده. اعلامیه کاږي، ځانمرګي غوښتل خپل موټر د ملي اردو مزکر ته دننه کړي چې د افغان ځواکونو لخوا پرې برید شوی او چاودنه یې کړې ده. بلخوا د غزني د عامې روغتیا رییس ظاهرشاه نیکمل بیا ویلي چې له یادې پېښې ۳۱ جسدونه او ۲۱ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي. د هغه په خبره، د پېښې قربانیان ټول نظامیان دي.
































