د سولې د ټکنۍ پروسې په اړه تازه ضد او نقیض څرګندونې شوې دي. سره له دې چې څه باندې دوې میاشتې مخکې په دوحه کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پرانیسته وشوه، خو تر اوسه دواړه لوري د مذاکراتو پر تګلاره په بشپړه توګه توافق ته نه دي رسېدلي. په دې مانا چې طالبان پر دغه هوکړه د موافقې خبره کوي، خو افغان حکومت بیا وایي چې تر دې دمه توافق نه دی شوی. بلخوا دلته د ملي مصالحې عالي شورا د جوړېدو او لومړنۍ غونډې په اړه هم بحثونه روان دي.
وروسته له دې چې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ مذاکرات پيل شول، ټولو افغانانو ته دا هیله پیدا شوه چې دلته به د جګړې لمن ټوله شي او هېواد ته به دایمي ثبات راشي، خو اوس له دې څه باندې دوه میاشتې تېرېږي، جګړې شدیدې شوي، هیلې مړاوې شوې او د جګړې ډګر د سولې تر مېز تود او له ناندریو ډک دی. د جنیوا کنفرانس تر پیل مخکې د طالبانو او افغان حکومت له ځینو سرچینو داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې پر تګلاره هوکړه رامنځ ته شوې ده.
وړمه ورځ د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ بیا په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د سولې مذاکراتو پر تګلاره توافق شوی او ټاکل شوې چې په دې برخه کې لا ډېر پرمختګونه رامنځ ته شي. د ډاکټر نعیم په خبره، ان د نومبر میاشتې په ۱۵مه د کوربه هېواد (قطر) په مرسته د طالبانو او افغان لوري ترمنځ توافق رامنځ ته شوی، چې د نومبر پر ۱۷ هوکړه ورباندې شوې او دوې کاپي یې قطر او افغان حکومت ته ورکړل شوې دي. د ده په خبره، دواړو لورو پر دې تګلاره توافق کړی دی. د ډاکټر نعیم په وینا: «د مذاکراتو د تګلارې په اړه باید وضاحت ورکړم. د نومبر په ۱۵مه د تسهیل کوونکي هېواد په مرسته توافق رامنځ ته شوی دی، د نومبر په ۱۷مه دواړو لورو ته یوه یوه کاپي ورکړل شوې ده او پر ۲۱ مواردو توافق ته رسېدلي یو)).
د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي بیا د ډاکټر نعیم پر دې څرګندونو غبرګون ښودلی دی. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي ویاند نادر نادري بیا وایي چې د سولې توافق لا ډېرو خبرو ته اړتیا لري. د نادري په خبره، د مذاکراتو پر تګلاره داسې توافق شوی، چې رامنځ ته شوي موارد به د دواړو مذاکراتي ټیمونو عمومي غونډې ته وړاندې کېږي او تر هغه وروسته به ټول خپل نظر څرګندوي، څو هوکړه پرې رامنځ ته شي. د نادري په خبره: ((د مذاکراتو پر تګلاره بشپړ توافق نه دی رامنځ ته شوی، لا ډېرو بحثونو ته اړتیا لري او د مذاکراتي ټیمونو عمومي غونډې ته باید وړاندې کړل شي)).
له دې سره جوخت ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي وو، چې د سولې له توافق سره د افغان حکومت مذاکراتي ټیم هوکړه کړې، خو ولسمشر غني یې مخالفت کوي. که څه هم چې ارګ د دې څرګندونو په اړه حکومت غبرګون نه دی ښودلی، خو تېره ورځ افغان سیاسي څېرو په ارګ کې له ولسمشر غني سره د سولې په تړاو لیدنه کړې ده. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او سیاسي څېره عبدالرب رسول سیاف شامل وو. د سرچینې په خبره: ((په دغه کتنه کې د سولې پروسې او د ملي روغې جوړې عالي شورا جوړښت د څرنګوالي او لومړنۍ غونډې د جوړېدو په اړه ډېر مثبت بحثونه وشول)).
له دې سره جوخت د ولسي جرګې یو شمېر غړي وېره لري چې هسې نه په حکومت کې د ځينو ځانګړو کړیو د مخالفت له امله د سولې پروسه له خنډونو سره مخ شي. دوی وایي، افغان حکومت باید په ټوله مانا د سولې له رامنځ ته شوي فرصت استفاده وکړي او په افغانستان کې د دایمي سولې د راتګ لپاره زمینه برابره کړي.
































