افغان چارواکي د سولې په لار کې خنډونه جوړوي. نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پر کړنلاره توافق شوی و، خو د ولسمشر غني له مخالفت سره مخ شوی دی. سرچینه کاږي ولسمشر او د ولسمشر ځينې نږدې کسان له دغه کړنلارې سره مخالفت کوي او په یو ډول د سولې په برخه کې د پرمختګونو په لار کې خنډ جوړوي. ورځپاڼه کاږي چې ښايي د ولسمشر غني د مخالفت دلیل د تاوتریخوالي ډېرېدل وي او یا هم غواړي چې په دې توګه د سولې روانې هڅې وځنډوي، څو په امریکا کې واک له ټرمپ جو بايډن ته ولېږدول شي. سرچینه په افغانستان کې د سولې له خبرو سره هممهاله تاوتریخوالی هم د اندېښنې وړ بولي او تمه ښيي چې ښکېلې خواوې ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي. تر دې وړاندې هم ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي وو، چې افغان پلاوي او طالبانو پر کړنلاره توافق کړی خو ولسمشر غني یې مخالفت کوي.
































