روسیې په افغانستان کې د استرالیا جنګي جنایتونه غندلي دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي استرالیايي حکومت په خپله اقرار کړی چې سرتېرو یې په افغانستان کې ۳۹ ملکي وګړي په قصدي توګه وژلي دي. روسیه وایي د استرالیايي ځواکونو دغه جنګي جنایت ټکان ورکوونکی دی. سرچینه کاږي استرالیا ځان د نړیوال نظم په راوستلو او ساتلو کې مسووله بولي، خو وروستیو راپورونو وښوده چې دوی ناکام دي او په نړۍ کې د بې نظمۍ سبب شوي دي. تر دې وړاندې چین هم دغه پېښې غندلې وې او هغه یې بوږنوونکې بللې دي. د استرالیا حکومت بیا وایي دوی نه غواړي د خپلو سرتېرو جنګي جنایت پټ کړي او وخت په وخت به ددغه قضیو په اړه بشپړ معلومات له رسنیو سره شریکوي.
































