متحده عربي امارات وایي تمه لري چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي. د افغانستان او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو مرستیالو وزیرانو ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو تر څنګ په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. متحده عربي اماراتو ویلي چې دوی د کرونا وبا او جګړو په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره په بشري مرستو ته تیار دي او دغه راز هڅه کوي د افغانستان د سولې په پروسه کې هم مثبت رول ولوبوي. دواړو لورو ټینګار کړی چې افغان جګړه د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او باید په دې برخه کې هڅې ډېرې شي. دوی په نړیواله او سیمه ییزه کچه پر روان وضعیت هم خبرې او بحثونه کړي دي.
































