د رسپانسبل سټیټ کرافټ په نامه یوې ویبپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، له دغه هېواد څخه د امریکایي سرتېرو وتل څه ګرانه خبره نه ده خو دا چاره به نه یوازې افغانستان او سیمې بلکې ټولې نړۍ ته بدې پایلې ولري. مقاله کاږي، د امریکا او طالبانو هوکړې ته په کتو طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او تر دې هوکړې وروسته یې پر افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او له دې دا څرګندېږي چې که چېرته امریکایي ځواکونه په غیر مسوولانه توګه له افغانستانه ووځي نو دا هېواد به یو ځل بیا د بهرنیو ترهګرو په خوندي پټنځای بدل او نړۍ ته سرخوږی جوړ کړي. د مقالې یوه برخه کې هلمند او کندهار کې د طالبانو ورستیو بریدونو ته په اشارې ویل شوي، یادو بریدونو وښوده چې که چېرته د امریکا هوایي ملاتړ نه وي افغان ځواکونه په یوازې ځان د خپلې خاورې ساتلو وړتیا نه لري. سرچینه وایي، ټرمپ له ډېریو مسائلو سره ورته سر سري چلن کړی دی او راتلونکې ادارې ته په کار ده چې پر دې حساسه موضوع له سره غور وکړي.
































