ولسي جرګې نن د ملي امنیت عمومي ریاست ته نوماند احمد ضیا سراج او له اته نوماند وزیرانو څخه شپږو هغو ته یې د باور رایه ورکړې ده. ملي امنیت ریاست ته نوماند احمد ضیا سراج ۲۲۰ مثبتې رایې، کانونو وزارت ته نوماند هارون چخانسوري ۱۵۴، کرنې او مالدارۍ وزارت ته نوماند انورالحق احدي ۱۸۹، کډوالو چارو وزارت ته نوماند نور رحمان اخلاقي ۱۶۵، ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته نوماند محمود کرزی ۱۵۴، ترانسپورټ وزارت ته نوماند قدرت الله ذکي ۱۶۵ او ټولګټو وزارت ته نوماند نجیب الله یمین له ولسي جرګې څخه ۱۴۹ مثبتې رایې تر لاسه او بریالي اعلان شوي دي. په ورته وخت کې ولسي جرګې ته له معرفي شویو اتو نوماند وزیرانو څخه اطلاعات او کلتور وزارت ته نوماند محمد طاهر زهیر د ۷۶ مثبتو رایو او ښځو چارو وزارت ته نوماندې حسینه ساپۍ بیا د ۱۱۴ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره ونه شو کولی چې د وزیرانو په توګه وټاکل شي.
































