د راپورونو له مخې امریکايي بې پيلوټه الوتکو د عراق او سوریې ترمنځ پوله کې د سپاه پاسداران یو لوړپوړی پوځي او درې ساتونکي یې وژلي دي.عراقي چارواکو هم دغه راپورونه تایید کړي دي خو وایي په دې نه دي بریالي شوي چې د وژل شوي لوړپوړي پوځي هویت تایید کړي. عرب رسنۍ بیا وایي چې دغه کس مسلم شهدان نومېده او په سوریه کې یې د سپاه پاسداران په ماموریت کې مهم رول درلود. دغه پېښه داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې د ایران د اټومي انرژۍ رییس په یوه برید کې ووژل شو. دغه پېښې په سیمه کې ناندرۍ را ولاړې کړې دي. ایران یې د امریکا او اسراییلو کار بولي خو دغه هېوادونو یې په اړه څه نه دي ویلي.
































