ایران یو ځل بیا ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به هر اړخیزه همکاري کوي. د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د سیمې پر روان وضعیت تلیفوني خبرې کړې دي. جواد ظریف ویلي د افغانستان د سولې پروسه د ایران له بشپړ ملاتړ برخمنه ده او په دې برخه کې پوره همکاري کوي. نوموړي دغه راز په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی هم د اندېښنې وړ بللی دی او هیله یې څرګنده کړې چې روان مذاکرات ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي. حنیف اتمر هم په دې تلیفوني مکالمه کې ویلي چې د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کولو په برخه کې د ایران هڅې د ستایلو وړ دي. اتمر دغه راز د ایران د اټومي انرژۍ پر رییس وروستی برید هم غندلی دی او په وینا یې د افغانانو په استازیتوب د خپلې خواخوږۍ مراتب له ایراني وګړو سره شریکوي.
































