په ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر غني ځانګړي سلاکار وحید عمر ویلي چې حکومت هیڅکله د سولې خبرو مخه نه ده ډب کړې بلکې داسې یو ډلې ته یې امتیازات ورکړي دي چې حتی افغان حکومت په رسمیت نه پېژني. عمر د نیویارک ټایمز له لوري خپاره شوي وروستي راپور ته په اشارې ویلي، ټوله نړۍ کې به هیڅ داسې حکومت نه وي چې یوې جنګي ډلې ته دومره امتیازات ورکړي. هغه زیاته کړې، افغان حکومت د سولې پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي دي خو طالبانو د دې لپاره چې په دې بهیر کې ډېر امتیازات تر لاسه کړي تاوتریخوالي ته یې زور ورکړی دی. وحید عمر دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي و چې ولسمشر غني او هغه ته نژدې کسان د سولې خبرې له خنډه سره مخ کوي.
































