د سرتېرو په ایستلو کې د امریکا بېړې د ناټو غړو هېوادونو ته اندېښنې پیدا کړې دي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یوه تحلیل کې وایي سره له دې چې په افغانستان کې وضعیت هېڅ د ډاډ وړ نه دی خو د سرتېرو پر ایستلو د ټرمپ ټینګار د حیرانتیا وړ دی او دې مسئلې د ناټو غړي هېوادونه هم اندېښمن کړي دي. سرچینه کاږي چې ناټو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړي کېدو له درکه اندېښنه لري او ددې تمه لري چې امریکا د افغانستان په اړه معقوله پرېکړه وکړي. په مطلب کې راځي چې ناټو له امریکایي حکومت سره د سرتېرو د ایستلو پر سر مذاکرات پيل کړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د ناټو په وروستۍ ناسته کې د سرتېرو پر ایستلو ټینګار کړی دی. هغه ویلي له افغان حکومت به ددوی ملاتړ ادامه ولري، د افغانستان وضعیت پوره ارزول کېږي او یوازې کم شمېر سرتېري به په افغانستان کې پرېښودل کېږي.
































