پاکستان افغانانو ته د وېزې د وېش لپاره نوې طرحه جوړه کړې ده. د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی وايي پاکستان غواړي افغانانو ته د وېزې د وېش په برخه کې پوره اسانتیاوې راولي چې له همدې امله یې پر یوه نوې طرحه کار کړی دی. هغه دا نه دي ویلي چې دغه طرحه به څه اسانتیاوې ولري خو وايي په اړه به یې جزیات ډېر ژر خپاره شي. داوودزی وایي چې د نوې طرحې په عملي کېدو سره به نه یوازې دا چې د وېزو په وېش کې اسانتیا راشي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګري هم پراخه شي. دده په خبره په دې طرحه کې ډېر تمرکز په سوداګریزو چارو کې پر اسانتیا دی.
































