د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی وایي ډېر ژر به په دوحه کې پر اصلي اجنډا بحثونه پيل شي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي د مذاکراتو پر تګلاره توافق شوی دی او دمګړی پر اجنډا د بحث لپاری تیاری روان دی. د نوموړې په خبره اوس به پلاوي د مذاکراتو اصلي پړاو ته داخلېږي او د افغان پلاوي لومړنی ټینګار او لومړنۍ غوښتنه به اوربند وي. کوفي وایي افغان پلاوی به تر هغه په نورو مواردو بحث ته لاړ نه شي څو چې اوربند نه وي رامنځ ته شوی او روانې جګړې نه وي درول شوې. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې دا تایید کړې وه چې پر طرزالعمل توافق شوی دی. دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ مذاکرات روان دي خو تر دې دمه یې پایلې محسوسې نه دي.
































