روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۲۶۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۶ زره او ۹۸۰ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۲۲ تنه مړه شوي او ۱۱۹ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۸۲۲ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۷ زره او ۲۶ ته لوړ شوی دی.
































