د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د تازه شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې پر کرونا وبا اخته دوه زره او ۵۱۶ کسان مړه شوي دي. د یاد پوهنتون په خبره، له دې سره په دغه هېواد کې له کرونا ویروس څخه د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲۷۰ زره او ۵۳۲ ته رسېدلی دی. سرچینه وایي چې په همدې موده کې په دغه هېواد کې د کرونا وبا ۱۷۳ زره او ۷۲۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ورسره پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر بیا ۱۳ میلیونه او ۷۱۴ زره او ۲۴ تنو ته لوړ شوی دی.
































