د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله له لوري د ګډ حکومت په پایله کې ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره ټولې پیشنهاد شوې کابینې څخه یوازې پنځه تنه یې ناکام شوي دي. ولسي جرګې تر دې وړاندې د کابینې یو شمېر غړي تایید کړي دي او نن یې د پاتې شپږ نوماند وزیرانو لپاره د رایې صندوقونه ایښې وو چې له ډلې یې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند محب الله صمیم د ۲۰۹ مثبتو رایو، روغتیا وزارت ته نوماند جواد عثماني د ۱۴۵ او اقتصاد وزارت ته نوماندې کریمه حامد فاریابي د ۱۳۶ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره وکولی شول چې د وزیرانو په توګه وټاکل شي خو پوهنې وزارت ته نوماندې رنګینه حمیدي د ۱۱۴ مثبتو رایو، د افغانستان بانک ریاست ته نوماند اجمل احمدي د ۷۲ او د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت ته نوماند مجیب الرحمن کریمي بیا د ۱۱۸ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري د رایو په اکثریت رد شوي دي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې ښځو چارو وزارت ته نوماندې حسینه ساپۍ او اطلاعات او کلتور وزارت ته نوماند طاهر زهیر هم د ولسي جرګې باور نه دی تر لاسه کړی او ناکام شوي دي.
































