امریکا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په مذاکراتو کې د وروستي پرمختګ هرکلی کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي امریکا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو پر کړنلارې د رامنځ ته شوي توافق هرکلی کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا په مذاکراتو کې د لا ډېر پرمختګ غوښتونکې ده او تمه لري چې دواړه لوري ژر تر ژره پر دایمي اوربند او د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړې ته ورسېږي. مایک پمپیو ټینګار کړی چې مذاکرات باید په افغانستان کې د جګړو د کمېدو او دایمي اوربند سبب شي. تر دې وړاندې هم د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو چې د مذاکراتو په دویم پړاو کې به یې تر ټولو ډېر ټینګار پر اوربند وي. افغان حکومت هم وایي چې د مذاکراتو په دې پړاو کې یې اوربند تر ټولو مهمه او اساسي غوښتنه ده.
































