امریکايي حکومت بیا هم د سرتېرو پر ایستلو ټینګار کړی دی. د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي په تازه څرګندونو کې ویلي چې یوازې ۲۵۰۰ سرتېري به په افغانستان کې پرېږدي. دده په خبره دغه سرتېري به په دوو لویو او څو وړو اډو کې مېشت وي. مارک مېلي وايي چې له دوو اډو پرته به په افغانستان کې پاتې نورې ټولې نظامي اډې تشوي. نوموړي د یادو اډو نومونه نه دي یاد کړي. د امریکایي پوځ دغه مهم چارواکي همدا راز ویلي چې په افغانستان کې وضعیت له نږدې څاري، د افغان پوځ د روزنې ماموریت ته ادامه ورکوي، په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه کوي او د جګړې د شدت په صورت کې د افغان پوځ مرستې ته هم وردانګي. هغه په افغانستان کې د سرتېرو تر وتلو وروسته راتلونکی وضعیت د بایډن د حکومت کار بولي او په خبره یې راتلونکی حکومت به دا هر څه مدیریت کړي. ده ټینګار کړی چې مذاکرات او له طالبانو سره مخامخ خبرې یو ښه انتخاب و او په دې برخه کې امریکا بریالۍ شوې ده.
































