پاکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ روانو مذاکراتو کې د وروستي پرمختګ هرکلی کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوو ترمنځ د کړنلارې پر سر توافق ته رسېدل یو مهم پرمختګ دی او دوی یې هرکلی کوي. د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دوی د افغان سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او تمه لري چې په افغانستان کې د روانو جګړود پای ته رسېدو سبب شي. پاکستان تر دې وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې د روانو جګړو د ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتونکي دي او تمه لري چې دواړه لوري په دې مذاکراتو کې یوې پایلې ته ورسېږي. پاکستاني چارواکي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د پاکستان استخباراتي او نظامي ادارې په افغانستان کې د روانو جګړو په ملاتړ تورنې دي.
































