روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۲۷۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۷ زره او ۲۵۶ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۹ کسان مړه شوي او ۲۷۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۸۴۱ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۷ زره او ۳۰۲ ته لوړ شوی دی. د یادونې ده چې د روغتیا وزارت له لوري د کرونا وبا د دویمې څپې د خپرېدو تر خبرداري وروسته د کرونا وبا مثبتې پېښې یو ځل بیا ډېرې شوې دي.
































