ناټو سازمان وایي خوښ دي چې د بین الافغاني خبرو په برخه کې پرمختګ شوی دی. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی، دوی د سولې پر کړنلاره توافق ته رسېدلي او دا یو مهم پرمختګ دی. د سټولټنبرګ په خبره سره له دې چې دا پرمختګ به هومره لوی نه وي، خو خورا مهم پرمختګ دی ځکه افغانستان ته د سولې راتګ اسانه کولی شي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ڼاټو ټول غړي هېوادونه په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړي دي، دلته د پرمختګونو هرکلی کوي او هر ډول همکارۍ ته تیار دي. د ناټو سازمان همدا راز هیله څرګنده کړې چې ژر تر ژره باید په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي او دواړه لوري پر دایمي اوربند سره سلا شي.
































