بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په ایران کې یې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلن هغه ویډیو تر لاسه کړې ده چې په ټولینزو رسنیو کې لاس پر لاس کېږي. خبرپاڼه کاږي، دوی د یادې ویډیو د کرهوالي په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي. سرچینه وایي، دوی په تهران کې د افغانستان جنرال کونسلګري ته دنده سپارلې ده چې د یادې ویډیو په اړه خپلې هر اړخیزې څېړنې وکړي او معلومات یې پر وخت له دوی سره شریک کړي. خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، د نړۍ په هره څنډه کې له افغانانو سره بد چلن دوی ته د منلو نه دی او بهرنیو چارو وزارت به په بهر کې د افغان کډوالو د ستونزو اوارولو لپاره هیڅ راز هڅې ونه سپموي.
































