د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا وبا ۱۳۲ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ٤٧۳۸۸ ته ورسېد. د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا وبا ۱۴۲۹ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۱۳۲ يې مثبتې دي. د روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا وبا له امله شپږ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٨٤۷ ته ورسېد. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.
































