د ناټو د ملاتړ او تداراکاتو اداره وايي، افغانستان ته د څه باندې زر ټنه درملو او روغتیايي وسایلو د لېږد بهیر همدې میاشت کې بشپړوي. دې ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د درملو لومړۍ جوپه د نومبر په ۱۳ کابل ته رسېدلې او تمه ده پاتې درمل د همدې میاشتې تر پایه ورسېږي. تمه ده دا اندازه درمل او طبي وسایل په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له لارې د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو او اړوندو وزارتونو وویشل شي. ناټو وايي درمل او طبي وسایل یې له کاناډا، پرتګال، کوریا او ترکیې ترلاسه کړي دي.
































