د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هېواد کې د یوې بلې احتمالي جګړې په اړه خبرداری ورکړ. حکمتیار ویلي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هممهاله ځینو کسانو بیا ملېشه جوړونې ته مخه کړې ده. پر خلکو وسلې ویشې او په دې ډول د بلې جګړې لپاره چمتووالی نیسي. حکمتیار په قطر کې د سولې مذاکرتو په برخه کې را منځته شوي پر مختګ ته خوشبین دی او وايي روانه جګړه باید د خبرو له لارې پایته ورسول شي او ټول لوري دې په مذاکرتو تمرکز زیات کړي. حکمتیار وايي، د طالبانو تر څنګ حکومت هم باید ومني چې سولې ته رسېدل قرباني غواړي او ددې هدف لپاره باید یو انتقالي حکومت رامنځته شي، چې څو د سولې راتلونکي پړاونه مدیریت کړي. نوموړی وایي ټول لوري باید په داسې حکوت توافق وکړي چې افغانانو ته د منلو وړ وي.
































