د پاکستان پوځ ویلي چې په راتلونکو ۲ میاشتو کې به د ډیورنډ په ۲۶۰۰ کیلو مټره کرښې د اغزن تار کار چې کارونه یې په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوي و، بشپړیږي. د پاکستان پوځ ویلي و چې اغزن تار د وسله والو د تګ راتګ د مخینوي لپاره لګوي. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ویلي چې د ډیورنډ د کرښې په لویدیځه برخه کې د اغزن تار د لګولو چارې ۸۳ په سلو کې بشپړې شوي. پوځ ویلي چې په دې پروژې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه امریکایي ډالر لګښت راځي. د پاکستان پوځ همدارنګه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې سلګونه نوې پوستې هم جوړې کړې دي.
































