امریکا وایي د تاوتریخوالي له اوجه سره هممهاله روان مذاکرات بې پایلې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغان سولې په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو نه ده. نوموړي ویلي اوس په افغانستان کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مذاکرات روان دي. دده په خبره په دوحه کې یې د مذاکراتو دواړو لورو ته ویلي چې تاوتریخوالی باید کم کړي ځکه له جګړو سره هممهاله د سولې خبرې نتیجه نه لري. مایک پمپیو ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه باید ټيټه کړل شي، مذاکراتي پلاوي دې خبرې چټکې کړي او پر اوربند دې هوکړه سره وکړي. هغه هیله څرګنده کړې چې د مذاکراتو تازه پرمختګونه په افغانستان کې د جګړو د درېدو سبب شي.
































