وسله وال طالبان وایي امریکایي ځواکونو د دوحې هوکړې پر خلاف ددوی پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي. د وسله والو طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د امریکا هوایي ځواکونو په نادعلي ولسوالۍ کې ددوی پر مرکزونو او د ملکي وګړو پر کورونو هوایي بریدونه کړي چې اتلس کسه پکې وژل شوي دي. وسله والو طالبانو ویلي چې د امریکايي ځواکونو دغه ډول بریدونه به د طالبانو غبرګون له ځان سره ولري او ددوام په صورت کې به وضعیت لا ترینګلی کړي. امریکایي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ټینګار کړی و، چې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتونکي دي او په هغه صورت کې به د برید اقدام کوي چې طالبان د دوحې هوکړې کوم مورد نقض کړي. افغان حکومت بیا وایي چې طالبان د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي او دا هوکړه یې په ځلونو نقض کړې ده.
































