ولسمشر غني نن د ملي مصالحې د عالي شورا په افتتاحیه غونډه کې ویلي چې طالبان باید اوربند ته غاړه کېږدي او نور د افغانانو له وژلو لاس واخلي. نوموړي زیاته کړې چې افغان حکومت د سولې راتګ لپاره سختې پرېکړې کړې دي او د اړتیا په وخت کې له نورو ورته پرېکړو هم مخه نه ګرځوي. هغه ویلي، افغانستان نه دوامداره دښمن لري او نه دوامداره دوست خو دوامداره ګټې ورته ډېرې مهمې دي او ددې لپاره چې د نورو جنجالونو پر افغانانو ونه تپل شي په کار ده چې له پاکستان او ایران سره په واضح توګه خبرې اترې وشي. نوموړي طالبانو ته د خپلو پیغامونو په ترڅ کې ویلي، لکه څنګه چې افغانانو دوی د ټولنې د یو واقعیت په توګه منلي دي په کار ده چې دوی هم د افغانستان واقعیتونه درک کړي. هغه زیاته کړې، جګړه ګټونکی نه لري او د سولې ګټونکی د افغانستان ولس دی. ولسمشر غني څرګنده کړې چې د جګړې دوام به د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له ګواښ سره مخ کړي او په خبره یې، طالبان دې له اوربنده نه ډارېږي ځکه افغان دولت جدي مذاکراتو ته ژمن دی. نوموړي دغه راز ویلي چې د سولې دویم پړاو خبرې باید چټکې خو پوره اصولي پر مخ لاړې شي، ځکه افغانان له جګړې او تشریفاتي مسائلو ستړي شوي دي.
































