وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بېړه له افغانستان څخه د ټولو سرتېرو د وتلو پرېکړه وکړه امریکایي قانون جوړوونکي په دې هڅه کې دي چې له دغه هېواده په بېړه د ځواکونو د ایستلو مخنیوی وکړي. د ۲۰۲۱ میلادي کال لپاره د امریکا د استازو او سنا جرګې د واک ورکولو قانون کې راغلي چې ولسمشر نه شي کولی په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر تر څلور زره کم کړي. لایحه کې دغه راز راغلي چې ټرمپ دې د افغانستان وضعیت ته په پام د سرتېرو ایستل تنظیم کړي. د لایحې په یوه برخه کې راغلي، که چېرته د امریکا ولسمشر د دغې پرېکړې رد وکړي نو کانګرس دا صلاحیت لري چې ورته پرېکړه لغوه کړي. امریکایي شنونکي وایي چې د قانون جوړوونکو وروستۍ پرېکړه نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن ته هم قوي پیغام ورکوي څو د افغانستان له مسائلو سره بشپړ مسوولانه چلن وکړي.
































