د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود ویلي چې له قطر سره د شخړې اواري ته نږدې شوي دي. رویټرز خبري اژانس د فیصل بن فرحان له خولې ویلي چې د سعودي او قطر ترمنځ د تاوتریخوالي ختمولو په اړه مذاکراتو کې پام وړ پرمختګ شوی دی او دوی هیله من دي چې هر څه ژر له دغه هېواد سره شته ستونزې اوارې او دواړه هېوادونه یو بل سره دوستانه اړیکې له سره ټینګې کړي. امریکا او کویټ چې د دې دوو عربي هېوادونو ترمنځ یې د لانجې ختمولو لپاره هڅې کړې دي د وروستیو پرمختګونو هرکلی یې کړی دی او تمه یې ښودلې چې په نږدې راتلونکي کې به دواړه هېوادونه یوې هوکړې ته سره ورسېږي. د یادونې ده چې امریکا په سیمه کې د ایران د نفوذ مخنیوي لپاره هڅه کوي د خلیج هېوادونو ترمنځ یووالی او همغږي رامنځته کړي.
































